د پنجاب اسمبلۍ سپیکر مهم بیان خپور کړې

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري پروېز الهي وايي، که عمران خان د اسمبلۍ د منحلولو غوښتنه وکړي، نو زه به په دې اړه سوچ ونه کړم او په دوو ثانیو کې به اسمبلۍ ماته کړم.
جيو نيوز سره په خبرو کې چوهدري پروېز الهي وويل چې په 30 کالو سياست کې زما دا خيال دی چې هر څه چې د الله تعالی رضا وي هغه کېږي، الله تعالی ناممکنه ممکنه کړې ده، په دې خبره يې باور کړی دی چې د حرکت نه به ډډه کوي.
ده ووئيل چې خبرې اترې د سياست برخه ده، دا به دوام لري، مريم نواز د ماتې منلو لپاره ښه خبره كړې، د 22 جولائي په اړه د شريف كورنۍ ته مشوره ده چې راشي او له ځانه ووايي چې ټاكنې نه كوو خو مونږ به تاسو سره یوځای ځو.
پروېز الهي زیاته کړه چې مونږ ټاکنې وګټلې، نو اوس باید په دې ټاکنو کښې خبرې و نه کړو او ګوتې پر اوچتې نه کړو.





