شهباز ګل د زندان عکس خپور شوې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګل هغه تصویر چې په حوالات کې بند دی، وائرل شوی دی.

پوليسو شهباز ګل نن د ليکشن کميشن په حکم د مظفرګړ نه نيولې دې۔ پوليس شهباز ګل د صدر علي پور پوليس سټيشن ته منتقل کړے دے چرته چې هغه په ريمانډ کښې ساتلې شوې دې۔

په حوالات کې بند د شهباز ګل تصویر په سوشل میډیا خپور شوې دې. ياده دې وي چې شهباز ګل نن په مظفرګړه کې د وسله والو ساتونکو سره د ګرځېدو په تور ونيول شو.

دا خبره مهمه ده چې د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل د انتخاباتو د کمیشن په حکم نیول شوی دې، د ډپټي کمشنر ترمخه شهبازګل سره د هغه شپږ ساتونکي هم نيولي شوي دي، او دوی سره وسله هم ترلاسه شوې ده۔د اليکشن کميشن لخوا چيف سيکرټري او آئي جي پنجاب ته يو خط استولے شوي چې پکښې د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور شهباز ګل نيولې شوې دې۔

Leave a reply