د پنجاب ضمني ټاکنو کښې د پاکستان مسلم لیګ ن ماتې، مریم نواز بیان مخې ته راغلې
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د ضمني انتخاباتو د نتیجو په اړه د مسلم لیګ (ن)مرستیالې مریم نواز بیان مخې ته راغلې ده.
په ټوېټر خپل يو بيان کې مريم نواز وئيلي دي چې مسلم ليګ ن بايد په خلاص زړه سره پايلې ومني.
مريم نواز وايي، د ولس د پرېکړې پر وړاندې بايد سر ټيټ شي، په سياست کې همېشه ګټي او تاوان وي، زړه يې بايد لوى وي.
هغې اوویل چې که چرته کوم ځای کښې کمزوري وي باید د لرې کولو لپاره يې هڅې وشي.
ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ په 20 سيټونو د ضمني انتخاباتو نتيجې جاري دي او تر اوسه د نتيجې له مخې پاکستان تحريک انصاف په 2 سيټونو کامياب شوې او په 15 نورو سيټونو برتري لري په داسې حال کې چې مسلم لیګ ن یوازې په ۲ څوکیو مخکښ دی.