پاکستان مسلم لیګ نه ۱۱ څوکیو ته اړتیا لري چې د وزیراعلی څوکۍ دوی سره پاتې شي

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په صوبه پنجاب کښې ضمني ټاکنې سر ته رسیدلي دي او ترواسه پورې غیرختمي او غیرسرکاري پایلې راروانې دي.
دا خبره مهمه ده چې په ۲۰ څوکیو د مسلم لیګ (ن) او پي ټي ايي د کاندیدانو ترمنځ سخته سیالي روانه ده او مسلم لیګ (ن) ته د پنجاب د اعلی وزیر پاتې کېدو لپاره ۱۱ څوکیو ته اړتیا ده.
د جیو نیوز راپور مطابق
تر دې دمه د غیر رسمي او غیر رسمي پایلو له مخې پاکستان تحریک انصاف ۱۷ څوکۍ ګټلې دي، مسلم لیګ (ن) دوه څوکۍ او ازادو کاندیدانو یوه څوکۍ ګټلې ده.
د پخواني خارجه وزير مخدوم شاه محمود زوي زين قريشي د پنجاب اسمبلۍ حلقه پي پي 217 ملتان کښې انتخابات کوي.

د دغه حلقې د ۱۲۴ پولنګ سټېشنو څخه د ۱۱۰ نه د غیر رسمي او غیر حتمی نتیجو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند زین قریشي په ۴۲۱۲۹ ووټونو سره مخکښ دی.

د مسلم لیګ (ن) محمد سلمان د ۳۵۷۷۰ رایو په اخېستو وروسته دی او تر اوسه د پایلو له مخې د تحریک انصاف نوماند ۶۳۵۹ ووټونو سره مخکښ دی.

Leave a reply