پنجاب ضمني ټاکنو کښې د پاکستان مسلم لیګ ن مشر ماتې اومنله
باغي ټي ،ي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ملک احمد خان د پنجاب اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کې ماتې منلې ده.
جیو نیوز سره خبرو کې ملک احمد خان وویل زه د زړه له کومي اعتراف کوم چې تحریک انصاف تاریخي بریا ترلاسه کړې ده.
هغه وویل، د خلکو رایه زموږ پر ضد راغلې ده، خلکو خپله رایه ورکړه، له دې وروسته د حکومت وجود ثانوي کېږي.
ملک احمد خان وويل دانتخاباتو نتيجې ښيي چې مونږ به عددي اکثريت ونه لرو.
هغه وويل دپنجاب له وزيراعلي سره يې خبرې کړي دي، هغه هم غوښتي دي چې دخلکو رايې ته احترام وکړي، پنجاب زمونږ د لاسونو څخه وتلې دې، په وفاق کې ائتلافي حکومت دى اؤ فيصله به يې مشران کوي.
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف د پنجاب اسمبلۍ په ضمني ټاکنو کې له ۲۰ څوکيو څخه ۲ يې ګټلي او په ۱۵ څوکيو مخکښ دی.