د شیخ رشید لیک آډیو ، حکومت لویه پریکړه کړې

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې حکومت د شيخ رشيد د آډيو ليک په اړه د پلټنو فيصله کړې ده۔

خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د شېخ رشيد آډيو ليك مخې ته راتلو سره ولس ته د هغه اصلي هويت معلوم شو، پي ټي آئي نه پوهېږي چې څنګه په شفافه توګه انتخابات وكړي۔

ياده دې وي چې د عوامي مسلم ليګ (اے ايم ايل) مشر او د تحريک انصاف د مشر عمران خان د نږدې همکار شيخ رشيد احمد ادعا شوې آډيو د مسلم ليګ (ن) د پنجاب اسمبلۍ پخواني غړي ميا جليل شرقپوري سره تړاو لري. په ټولنیزو رسنیو کې لیک شوی.

په آډیو لیک کې ویل شوي چې شیخ رشید د ګل زمان په نوم له یوه کس سره د پیسو د ورکړې په اړه خبرې کوي، هغه وايي چې پرون هم شرقپوري ته پیسې ورکړې، د ګل زمان په نوم کس ورته په ځوا کښې وایی چې د الله تعالی بنده دا ټیلیفون دې، حالاتو ته ګورو ، انشاالله بریالي به شو.
وروسته شیخ رشید د آډیو لیک تصدیق وکړ او ویې ویل چې په آډیو لیک کې د ده غږ دې خو شیخ وایی چې هغه ټوکې کولې.

Leave a reply