په پنجاب کښې ضمني ټاکنې، پایلې راروانې دي

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیو د ضمني انتخاباتو نتیجې روانې دي.

د پنجاب د 14 ضلعو په 20 څوکیو کې د سهار له 8 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې پرته له کومې وقفې دوام درلود.

په ضمني انتخاباتو کې ۱۷۵ کاندیدانو برخه اخیستې وه.

په ۲۰ څوکیو د مسلم لیګ (ن) او پي ټي ايي د کاندیدانو ترمنځ سخته سیالي روانه ده او مسلم لیګ (ن) ته د پنجاب د اعلی وزیر پاتې کېدو لپاره ۱۱ څوکیو ته اړتیا ده.
د غیر ختمي او غیر رسمي پایلو لړۍ دوام لري
د پنجاب اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کښې د پولنګ نه پس د غیر حتمي او غیر رسمي پایلو لړۍ روانه ده.

د پنجاب اسمبلۍ حلقې پي پي 7 راولپنډۍ 2 کې د 266 پولنګ سټیشنونو څخه د 47 غیر رسمي او غیر رسمي نتیجو له مخې د تحریک انصاف شبیر اعوان د 9691 ووټونو سره په لومړي او د مسلم لیګ (ن) راجا صغیر احمد د 9613 ووټونو سره په دویم نمبر دی.

Leave a reply