د پاکستان پنجاب کښې ضمني ټاکنې، د رای اچونې وخت پای ته رسیدلې، رای شمارل پیل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د منحرف شویو غړو د انحراف له امله خالي پاتې شوې د ۲۰ څوکیو لپاره د ضمني انتخاباتو لپاره د رایې اچونې وخت پای ته رسېدلی، د خپاره شوو راپورونو له مخې د رایو شمېرنه دوام لري.
د رايې اچونې بهير سهار اته بجې پيل او د مازيګر تر پنځو بجو يې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې له ځينو ځايونو د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي د انتخاباتو د ضابطه اخلاق له مخې به هغو کسانو ته چې د رای ورکولو په مرکزونو کې دننه وي د ووټ اچولو اجازه به ورکړل شي او رسنیو ته به اجازه ورکړل شي چې د رایې اچونې له پای ته رسېدو یو ساعت وروسته غیر رسمي پایلې خپرې کړي.
اليکشن کميشن زياته کړې ده چې د ريټرنګ افسر د اعلان څخه وړاندې به اعلان شوې نتيجې غير رسمي ګڼلې شي۔
ساهيوال حلقه پي پي 202 کښې د ووټونو شميرنه شروع شوې او د راولپنډۍ حلقه پي پي 7 کښې د پولنګ سټيشنو دروازې تړلې شوې دي۔