مايک پمپيو د امريکا راتلونکو ولسمريزو ټاکنو ته درېږي

0
287

د امريکا متحده ايالتونو مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د دغه هېواد راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته درېږي.

پمپيو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي کې ډونالډ ټرمپ د امريکا ۲۰۲۴ کال ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند نه کړي، نو دی به ولسمشريزو ټاکنو ته ودرېږي.

په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم رسماً د خپل نوماندېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو دا يې له رسنيو شريک کړي چې د امريکا  ۲۰۲۴ کال ولسمشريزو ټاکنو ته خپل نوماندېدل به تر غور لاندې ونيسي.

د راپورونو له مخې، د امريکا اوسنی ولسمشر جو بايډن، مخکينی ولسشمر ډونالډ ټرمپ، د فلوريډا والي ران ډسانټيس، د امريکا د مخکيني ولسمشر مرستيال مايک پېنس، په ملګرو ملتونو کې د امريکا مخکينۍ استازې نيکي هيلي، سناتور ټېډ کروز، د ډونالډ د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، سناتور ټيم سکاټ او د امريکا د جنوبي ډاکوټای مشره کريستي نوم تر دې دمه د امريکا ۲۰۲۴ کال ولسمشريز ټاکنو ته احتمالي نوماندان دي.

مايکل ريچارډ پمپيو د ۱۹۶۳ کال د ډسمبر په دېرشمه د امريکا په کليفورنيا کې زېږدلی دی.

پمپیو د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د امریکا د بهرنيو چارو وزير ؤ. نوموړی همداراز د امريکا د کانګرس غړی پاتې شوی او د امريکا په پوځ کې يې هم د افسر په توګه خدمت کړی دی.

Leave a reply