شهباز ګل سره د ایف سي ځواک اهلکار نوې پوښتنې را اوچتې کړي

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل سره د ایف سي چارواکو د موجودیت په اړه د ایف سي د کمانډنټ صلاح الدین محسود له وضاحت وروسته نوې پوښتنې راپورته شوي دي.

د پي ټي آئي د مشر شهباز ګيل سره د فرنټئير کانسټيبلري د وسله والو د موجوديت په اړه د اطلاع ترلاسه کولو سره د پنجاب پوليس سمدستي اقدام کړے او د مظفرګړ په کارخانه کښي ئي شهباز ګيل او د ايف سي اهلکار محاصره کړي دي۔
د پي ټي آئي اميدوار معظم جتوئي هم په کارخانه کښې د ايف سي اهلکارو شتون مني او وئيلي دي چې هغوي دلته دي ولي د هغوي موجودګي قانوني ده که غير قانوني؟ د دې ځواب به شهباز ګل پخپله ورکړي.
د فرنټئير کانسټبلري (اېف سي) کمانډنټ صلاح الدين محسود جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې شهباز ګل سره زمونږ د ايف سي اهلکار نه دي، شهباز ګل سره د يو شخصي ادارې چارواکي دي۔

صلاح الدين محسود وويل د ايف سي يو حاضر يا ريټائرډ افسر شهباز ګل سره نشته، د کورنيو چارو وزارت په امر د پخواني وزيراعظم عمران خان د امنيت دپاره د ايف سي يو پلټنه په بني ګاله کې ځای پر ځای شوې ده او په دغه ځای کې امنيتي دندې ترسره کوی.
د ایف سي د کمانډنټ صلاح الدین محسود له وضاحت وروسته نوي سوالونه راپورته شوي چې د ایف سي یونیفارم اغوستي پرائیویټ ګارډ په پنجاب کې د ایف سي په شان ګاړي والا نمبر پلیټونو کښې څنګه ګرځوي؟
دا خبره د یادونې ده چې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر عطاء الله تارڑ څه وخت وړاندې اوویل چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر شهباز ګل نیول شوی دی.

عطاالله تارړ وویل چې شهباز ګل د عام اولس ته د زیان رسولو په شک کښې نیول شوې دې.

بل خوا شهباز ګل وويل چې زه بې بغیر له کوم وارنټ نيولې یم، درې ساعته بندي وم او لس دقيقې مخکې راته ويل شوي وو چې ته نيول شوي يی او بهر ته نه شې تللې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐