عمران خان د شهباز ګل د نیولو غندنه کړې ده

0
230

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د نيولو غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې د شهباز ګل نيول د وېرې خپرولو او د انتخاباتو د غلا کولو کوشش دے.

عمران خان په ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي چې دا فاشیستي تاکتیکونه به اغېزمن ثابت نه شي او نه به زموږ خلک د رایې ورکولو له حق څخه ډډه وکړي.
عمران خان وايي، د وارداتي حکومت ساتونکي باید پوه شي چې ولس ته څومره زیان اوړي.
د يادونې وړ ده چې د پنجاب د کورنيو چارو وزير عطاء الله تارړ وايي، د پاکستان د تحريک انصاف مرکزي مشر شهباز ګل په مظفر ګړ کې نيول شوی دی.

عطاالله تارړ وویل چې شهباز ګل د سولې د ګډوډولو په تور نیول شوی دی.
بل خوا شهباز ګل وويل چې زه بې له کوم وارنټ نيول شوى وم، درې ساعته بندي وم او لس دقيقې مخکې راته ويل شوي وو چې ته نيول شوي يې، بهر نه شې تللې.

Leave a reply