متقي: هڅه کوو افغانستان د سیمې پۀ کچه د ټرانزیټ پر مرکز بدل کړو

متقي: هڅه کوو افغانستان د سیمې پۀ کچه د ټرانزیټ پر مرکز بدل کړو
د سرچینې په وینا، په ناسته کې هوکړه شوې چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه به د افغان او ایراني حکومت پلاوي خپل منځي ناستې کوي تر څو دواړه هیوادونه په بېلا بېلو برخو کي له تجارت او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.
(2022 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي چې هڅه کوي افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي او په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان تر منځ تجارتي اموالو ته د انتقال په برخه کي لازم تسهیلات رامنځته شي.
نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر ستونزو، محبوسینو، مخدره توکو، سرحدي مسائلو، دوه اړخیزه سوداګري او همکاریو خبرې اترې شوې دي.