د پاکستان مسلم لیګ ن یو مشر د عمران خان او اسد عمر په ضد درخواست جمع کړې

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا فيصل د تحريک انصاف د مشر عمران خان او اسد عمر پرضد د کمپاين موده ختمېدو وروسته په سوشل ميډيا د ژوندۍ غونډې کولو په ضد درخواست جمع کړی دی.

د مسلم ليګ ن مشر ميا فيصل لخوا اليکشن کميشن ته جمع کړې شوې درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د عمران خان او اسد عمر په فيس بک او ټويټر لائيو غونډه د انتخابي ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده۔

د درخواست په متن کې ويل شوي چې د انتخابي کمپاين ختمېدو وروستو په سوشل ميډيا د انتخابي کمپاين په چلولو بنديز دی خو اسد عمر او عمران خان د انتخاباتو د قانون خلاف ورزي کوي.

د درخواست په متن کې زياته شوې چې اليکشن کميشن دې په سوشل ميډيا د پي ټي آئي د مشرانو خطاب بند کړي او د عمران خان او اسد عمر خلاف دې قانوني کاروائي وکړي.

Leave a reply