زه بې بنیاده تورونه نه لګوم، د پي ټي آیی ایم پي اې استعفی ورکړې : شاه محمود قریشي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مرستیال مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي وايي، د مسلم لیګ (ن) یو ایم پی اے استعفی کړې ده او دوه تر درې نور ایم پی اے به استعفی ورکړي.

ملتان کې ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل دمسلم ليگ(ن) په غونډه کې حکومتي وسيلې کارول شوي، اليکشن کميشن دې دسرکاري وسائلو په استعمال باندې بيا کتنه وکړي.
هغه وويل، چې د رايې ورکولو له دوو څخه تر درېيو مرکزونو شکايتونه ترلاسه شوي، خو زه به په هيڅ ډول بې بنسټه تورونه ونه لګوم، د انتظامیه اداره بې اړخه کار ته دوام ورکړې او دا مهال رايه اچونه په سوله ييز ډول روانه ده.

شاه محمود زیاته کړه چې که باران ونه شي نو ښه ټرن آوټ به وي، ووټران باید ژر تر ژره د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپلې رایې وکاروي.

هغه دا هم وویل چې دا لا وختي ده چې څوک وګټي، خو د پنجاب په حالاتو کې ضرور بدلون راغلی دی.

د پي ټي ائي مشر زياته کړه چې په پنجاب اسمبلۍ کې د دواړو ګوندونو غړي برابر دي، اوس ضمني ټولټاکنو کې چې څوک زيات وزن لري هغه به د هغه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版