اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر یو ځل بیا د خپلې د قضیې څېړلو غوښتنه کړې ده 

0
167

اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر یو ځل بیا د خپلې د قضیې څېړلو غوښتنه کړې ده 

سلسله تېرکال د جولايي په شپاړسمه نېټه هغه وخت وتښتول شوه چې کوچني ورور ته د ډالۍ اخېستو وروسته په ټیکسي کې خپل کور ته روانه وه او بیا له سختې شکنجې وروسته په یوه ډېران کې غورځول شوې وه.

 

(2022 / 7 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نجیب الله الوخېل ویلي چې اسلام اباد کې مې د لور تښتولو یو کال پوره شو، هیچا یې پوښتنه ونکړه.

اسلام اباد کې د افغانستان مخکني سفیر نجیب الله الوخېل پخپله ټوېټر پاڼه لیکلي ” ‏پوره کال یو کال مخکې، اسلام اباد کې زما لور (سلسله) د ټولو نړیوالو اصولو خلاف، اختطاف شوه خو کوربه هیواد د عاملینو په نیولو کې هیڅ توجه ونکړه او خبره اصلأ پټه شوه.”
هغه لیکي: ” د سفیر لور تښتول، د هېواد حیثیت ته سپکاوی او په اړیکو کی یو تور داغ دی، د دې پېښې پوښتنه او عاملینو سره حساب کول په افغان ولس یو پور دی”

سلسله تېرکال د جولايي په شپاړسمه نېټه هغه وخت وتښتول شوه چې کوچني ورور ته د ډالۍ اخېستو وروسته په ټیکسي کې خپل کور ته روانه وه او بیا له سختې شکنجې وروسته په یوه ډېران کې غورځول شوې وه.

Leave a reply