د ټاکنو کمیشن د شهباز ګل تورونه رد کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل تور لګولی چې د پنجاب ضمني انتخاباتو کې درغلۍ پیل شوې دي.
شهباز ګل په ټويټر خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې مظفرګړ کښې زمونږ د اميدوار معظم جتوئي پولنګ ايجنټان د پولنګ سټيشن 44 او 46 نه بهر ايستل شوي دي، د معظم جتوئي پولنګ ايجنټانو ته د خالي صندوقونو او بيلټ پيپرونو کتلو اجازت نه دې ورکړے شوې۔
هغه لیکلي چې د ۴۶ فارم شفافیت له منځه تللی، اوس نه پوهېږو چې په دې مرکز کې به څومره جعلي رایې اچول کېږي، درغلۍ پیل شوې.
د شهباز ګل تورونو ته په غبرګون کې د پنجاب اليکشن کمشنر سعيد ګل ويلي دي چې په مظفرګړه کې د پولنګ سټيشنونو نه د پولنګ ايجنټانو د ايستلو تورونه دروغ دي او د پي ټي ايي د مشر شهباز ګل تورونه بې اساسه دي.
د شهباز ګل تورونو ته په غبرګون کې د پنجاب اليکشن کمشنر سعيد ګل ويلي دي چې په مظفرګړه کې د پولنګ سټيشنونو نه د پولنګ ايجنټانو د ايستلو تورونه دروغ دي او د پي ټي ايي د مشر شهباز ګل تورونه بې اساسه دي.
هغه وويل، د رايې اچونې په مرکزونو کې ښځينه پولنګ استازي او نارينه پولنګ استازي په نارينه وو مرکزونو کې ناست وي، د سياسي ګوندونو له خوا تصديق شوي پولنګ ايجنټانو ته د ناستې اجازه ورکول کېږي، د رايې ورکولو پروسه بايد له تصدیق پرته تورونه پورې نه شي.