د چنګاښ ۲۶مه؛ په افغانستان کې د لومړني جمهوري نظام د بنسټ ايښودو ورځ

0
227

د چنګاښ ۲۶مه په افغانستان کې د لومړني جمهوري نظام د بنسټ ايښودو ورځ په نامه يادېږي.

له نن څخه پوره ۴۹ کاله وړاندې سردار محمد داوود خان د يوې کودتا په پايله کې په افغانستان کې شاهي نظام ته د پای ټکی کېښود او د لومړي ځل لپاره يې په هېواد کې د جمهوري نظام د بنسټ ډبره کېښوده.

داوود خان د خپل تره زوی يعنې محمد ظاهر شاه پر وړاندې سړه کودتا وکړه او په دې سره يې په افغانستان کې شاهي نظام ته د تل لپاره د پای ټکی کېښود.

دا چې په افغانستان کې جمهوري نظام څومره بريالی ؤ يا نه ؤ دا هغه څه دي چې د چارو شنونکي او افغانان پرې ډول ډول تبصرې لري.

د داوود خان د واکمنۍ له پیله د جمهوریت د ساتلو په دوام یوازې دوه لسیزې قدرت په سوله ییز ډول د ټاکنو له لارې لېږدول شوی او د جمهوریت مهم ارزښتونه لکه د بیان ازادي، د ګوندونو ازاد فعالیت او د قانون پلي کول د مقننه قوې لخوا عملي شوي دي.

که څه هم تېر افغان حکومت به په ټینګار سره ويل چې د جمهوري نظام ټول ارزښتونه به تل پاتې وي او د ساتلو لپاره یې هر اړخیزه اجماع موجوده ده، خو د طالبانو په راتګ سره جمهوري نظام ړنګ شو.

Leave a reply