د پنجاب ضمني ټاکنې، مرکزي د څارنې کوټه په پایه تخت کښې جوړه شوې ده

0
182

باغي ټي وي رپورټ
په پنجاب کې نن د ضمني انتخاباتو د څارنې لپاره مرکزي او صوبايي کنټرول رومونه جوړ کړل شوي دي.

د الېکشن کمېشن ترجمان وايي د اليکشن کميشن اسلام آباد کښې مرکزي کنټرول روم جوړ کړے شوے دے چې چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا د سنټرل کنټرول روم نه د پولنګ څارنه کوي۔
د اليکشن کميشن وياند وئيلي دي چي سيکرټري اليکشن کمشنر لاهور کښي د صوبائي کنټرول روم نه څارنه کوي۔

اليکشن کميشن د پولنګ په اړه د شکايتونو لپاره ټيليفون نمبرونه 3-9204402-051 او 8-9210837 جاري کړي دي، شکايتونه په فيکس نمبر 9204404-051 باندې هم لېږلی شي.

Leave a reply