وزیراعظم شهباز شریف د قوم په نامه مهم پیغام جاري کړې

0
299

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب په شلو حلقو ضمني انتخاباتو په اړه قوم ته پيغام جاري کړے دے۔

په ټوېټر د يو بيان جاري كولو په مهال وزيراعظم شهباز شريف قوم ته پېغام وركړې چې د ووټ اچولو په مهال بايد د عمران نيازي د حكومت د کرپشن او اقتصادي تباهۍ په اړه سوچ وكړي۔
هغه لیکي چې په پنجاب کې څلور کاله تر ټولو بده حکومتداري روانه وه، ښاریان له وړیا درملو او زده کوونکو له سکالرشیپونو بې برخې شول، دولتي پوستونه او انتقالات په ښکاره پېر او پلور پیل شول، د ښاري اسانتیاوو حالت خراب شو او لاقانونیت مخ پر زیاتېدو وو.
شهباز شریف په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د پنجاب حالت د پنجاب د خلکو له سپکاوي څخه کم نه دی، ستاسو رایه ستاسو واک دی، وزیراعظم زیاته کړې چې د ووټ به طاقت سره د ګډوډۍ، نفرت او وېش سیاست رد کړئ.
نوموړي زیاته کړې، چې د یو کس انا، د سیاست طرز او بې کفایتي د ټولنې ښکلا خرابه کړې، د هېواد د پرمختګ او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره رایه ورکړئ، زه ستاسو په انتخاب پوره باور لرم.

ياده دې وي چې نن د پنجاب اسمبلۍ په شلو څوکيو ضمني انتخاباتو لپاره رايې اچول کېږي، نن ترسره کېدونکي انتخابات به د پنجاب او قومي سياست په اړه ژورې اغېزې ولري.

Leave a reply