خوست کې ناپېژانده وسلوالو کسانو د پوهنتون یو استاد وژلی دی 

0
148

 خوست کې ناپېژانده وسلوالو کسانو د پوهنتون یو استاد وژلی دی 

چارواکو تر اوسه د دې مرموزې وژنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هېواد په زیاتره سیمو کې د هدفي او مرموزو وژنو راپورونه زیات شوي چې له امله یې هېوادوال سخت اندېښمن شوي.

 

(2022 / 7 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځايي سرچینې وايي، په خوست کې د یوه پوهنتون استاد «ممتاز شیرزی» د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوی دی.  سرچینې ویلي، یاد کس په تېر جمهوري نظام کې څارنوال او په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد هم و.

د ممتاز شیرزي کورنۍ رسنیو ته ویلي چې دغه کس له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د دوی د کورنۍ یوازینی سرپرست و.

د دوی په وینا، شیرزی څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و او جسد یې پرون، شنبه د چنګاښ ۲۵مه د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې ترلاسه کړی دی.

دوی ویلي چې د استاد شیرزي پر بدن د شکنجې ژورې نښې لیدل شوې او ګومان کېږي چې د سختو وهلو له امله یې ساه ورکړې وي.

ویل کېږي، له دغه وژل‌شوي استاد څخه یوه درې کلنه لور پاتې شوې ده.

 چارواکو تر اوسه د دې مرموزې وژنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هېواد په زیاتره سیمو کې د هدفي او مرموزو وژنو راپورونه زیات شوي چې له امله یې هېوادوال سخت اندېښمن شوي.

Leave a reply