په پکتيا کې يوه سړي خپل زوی د چاړه په وسيله وژلی
يوه سړي د پکتيا په ځدران ولسوالۍ کې خپل زوی د چاړه په وسيله وژلی دی.
له پکتيا څخه راپورونه وايي چې دغه هلک پرون (شنبه، د چنګاښ۲۵مه) د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل پلار له لوري وژل شوی دی.
د پکتيا امينه قومندانۍ پېښه تائيدوي او وايي چې دغه پېښه د پکتيا ولايت ځدرانو ولسوالۍ اړوند په بېړۍ کلي کې شوې ده.
په دې وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د وژنو او ځان وژنو راپورونه ډېر شوي دي.
د چارو شنونکي يې لامل کورنی تاوتريخوالی، ناپوهي، بې وزلي او بې کاري ګڼي.
څو ورځې وړاندې هم د يو راپور له مخې، دوو ښځو خپل خاوند د خپلو ورونو په مرسته وژلی ؤ او همداراز په دوو نورو قضيو کې يوه ورځ مخکې يوه ځوان په بلخ کې ځان وژنه کړې او تېره ورځ بل ځوان په غور کې ځان وژلی دی.