ا.ا. یو ځل بیا د ډبرو سکرو بیې لوړې کړي دي
ا.ا. یو ځل بیا د ډبرو سکرو بیې لوړې کړي دي
له دې سره جوخت ویل کېږي چې د ډبرو سکرو د بیو ټيټولو په موخه ښايي پاکستانی پلاوی افغانستان ته راشي، خو افغان حکومت تازه بیې د دغه پلاوي تر راتګ مخکې اعلان کړې دي.
(2022 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت یو ځل بیا د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي. د مالیې وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړیوالو بازارونو ته په کتو یې د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي. دمګړی د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۲۰۰ ډالرو ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
مالیې وزارت وایي چې دوی د ډبرو سکاره پر ځايي افغان سوداګرو پلوري او دوی یې بیا پاکستان ته صادروي.
رسنۍ وایي چې افغان حکومت د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي خو دا بیا هم نظر نړیوال بازار ته ۴۰ سلنه ټيټوالی ښيي.
له دې سره جوخت ویل کېږي چې د ډبرو سکرو د بیو ټيټولو په موخه ښايي پاکستانی پلاوی افغانستان ته راشي، خو افغان حکومت تازه بیې د دغه پلاوي تر راتګ مخکې اعلان کړې دي.