پوتین مرکزي آسیا ته سفر؛ د افغانستان پۀ اړه هم بحث لري

پوتین مرکزي آسیا ته سفر؛ د افغانستان پۀ اړه هم بحث لري
روسي رسنۍ وایي پوتین د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له افغانستان سره د ګډې پولې پر امنیت، د افغانستان اوسني وضعیت، بشردوستانه مرستو او نورو اړینو مواردو خبرې وکړي.
(2022 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پوتین د مرکزي اسیا هېوادونو ته په خپل سفر کې د افغانستان په اړه هم خبرې کوي.
روسي رسنۍ وایي چې روسیه او د مرکزي آسیا ځينې هېوادونه د افغانستان له وضعیت اندېښنه لري له همدې امله پوتین هم له دوی سره پر دې مسئله خبرې کوي.
ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په همدې اونۍ کې د مرکزي اسیا هېوادونو او بیا تر هغې وروسته ایران ته سفر وکړي.
په دې سفر کې به د ګڼو نورو مهمو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي.
روسي رسنۍ وایي پوتین د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له افغانستان سره د ګډې پولې پر امنیت، د افغانستان اوسني وضعیت، بشردوستانه مرستو او نورو اړینو مواردو خبرې وکړي.





