پکتیا کې یوه پلار د چړې په وسيله خپل زوی وژلی
پکتیا کې یوه پلار د چړې په وسيله خپل زوی وژل
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د کورني تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوي چې لامل يې وزګارتيا او بې وزلي بلل کېږي.
(2022 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتيا امنيتي مسوولان وايي چې د دغه ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالي په بیرې کلي کې يوه پلار د چړې په وسيله خپل زوی وژلی دی.
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عمر البدري ويلي چې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د البدري په وينا، قاتل د پېښې له ځای څخه تښتېدلی او امنیتي ځواکونو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د کورني تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوي چې لامل يې وزګارتيا او بې وزلي بلل کېږي.