د جلال اباد ښاروالي د ښار په بېلابېلو برخو کې د غږېزې ککړتیا د مخنيوي هڅې پيل کړي

0
218

د جلال اباد ښاروالي وياند بختي جان مراد وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د مارکېټونو د تنظیم امریت له لوري د غږېزې ککړتیا د مخنېوي په پار کمپاین پيل شوی چې د یاد کمپاین په ترڅ کې نن د لوډ سپیکرونو په ګډون، نور بېلابېل شور جوړونکي وسائل راټول او د له منځه وړلو په موخه ښاروالي ته لېږدول شوي دي.

(2022 / 7 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جلال اباد ښاروالي وياند بختي جان مراد وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د مارکېټونو د تنظیم امریت له لوري د غږېزې ککړتیا د مخنېوي په پار کمپاین پيل شوی چې د یاد کمپاین په ترڅ کې نن د لوډ سپیکرونو په ګډون، نور بېلابېل شور جوړونکي وسائل راټول او د له منځه وړلو په موخه ښاروالي ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د جلال اباد ښاروالي رهبرې هوډ لري چې د ښار په داخل کې غږېزه ککړتیا تر ډېره حده کنټرول یا بیخي صفر کړي.

د يادونې ده چې تر ډېره بريده اوس په لاسي ګاډو د توکو پلورونکي له لوډسپیکرونو ګټه اخلي چې ډېر خلک يې د شور او مزاحمت له امله شکايت کوي.

Leave a reply