زما په لارښوونه هیڅ کوم خبریال نه دې اوچت کړې شوې: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم او د پي ټي آیی چیرمین عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې
زما په لارښوونه هیڅ خبریال نه دې اوچت شوې .
پخواني وزيراعظم دعوه کړې ده چې ماته هيڅکله هم ميډيا څخه خطره نۀ وه او نه هيڅکله ترې ډار شوې یم.
خان اوویل چې ما هيڅکله دميډيا په ضد کوم ګام نۀ دى اخستى، زما په هداياتو هيڅ خبريال نۀ دى اوچت شوى، دبيان له ازادۍ پرته هيڅ ټولنه ترقي نۀ شي کولى.
هغه اوویل چې په جعلي خبرونو خپرولو برتانیا کښې په محکمو کې سزا ورکول کیږي او هیڅوک نشي کولی چې په رسنیو کې د چا سپکاوی وکړي.
ده ووئيل زما يو وزير او د پارټۍ مشر په برطانيه كښې مقدمه درج كړې او انصاف ترلاسه كړے شو٬ پاكستان كښې ولې د جعلي خبرونو او توهين لپاره عدالت كښې انصاف نه ترلاسه كېږي٬ هغه اوویل چې په ټوله نړۍ کښې په دې خبره کیږي چې سوشل ميډيا به څنګه چلېږي؟
هغه وويل چې کله چين ته روان شو نو هلته دوو ورځپاڼو ليکلي و چې د سي پېک په اړه بيا کتنه کوي، که زه غلا نه کوم، نو بل چا ته به يې ولې پرېږدم؟ توازن ډېر مهم دی، د بیان له ازادۍ نه وېرېږم، هغه اوویل چې زه ځکه د بیان د آزادۍ نه وېرېږم چې غلا مې نه ده کړې، هغه اوویل چې که ما غلا کړي وي نو ماته اووایې.