د خزانې وزیر د نوي کور جوړولو په اړه مهم اعلان کړې

0
67

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې “ميرا ګھر” سکیم ته نوې بڼه ورکول کيږي او د هيچا پيسې به ضايع نه شي.

مفتاح اسماعیل په ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي چې ډېرو خلکو ورته پیغامونه لېږلي چې د میرا ګهر سکیم کښې ی قرض لپاره منظور شوی او د دې منظوري په اساس یې د کور جوړولو باندې پیسې لګولي دي.
مفتاح اسماعیل وویل زه ټولو ته ډاډ ورکوم چې مونږ دې سکیم ته نوی شکل ورکوو، د هیچا پیسې به ضایع نه شي.

د خزانې وفاقي وزير زياته كړه چې تر راتلونكې اونۍ پورې به دا ستونزه هواره كړو.

دا خبره ده یادونې ده چې پخواني حکومت د نوي کور جوړولو لپاره اخوت ادارې سره معاهده کړې وه او دې ادارې په هیواد کښې او قبایلي سیمو کښې د نوي کور جوړولو لپاره ۱۰ لس لکه روپۍ قرضه ورکړې ده چې د نوي حکومت سره دا منصوبه ودریدلې ده.
د خزانې وزیر دې اعلان سره اولس هیله مند دې چې د اخوت نوي کور سکیم به یو ځل بیا پیل شي.

Leave a reply