یو پیاوړې فوځ ددې ملک ضرورت دې: عمران خان

0
66

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي که د عوام او فوځ ترمينځ فاصله زياته شي نو هر څوک به په نقصان کښي وي، زه هيڅکله هم پوځ کمزوري نه غواړم.
عمران خان اوویل چې يو مضبوط پوځ ددې ملک ضرورت دې.

اسلام آباد کښې يو سيمينار ته په خپله وینا کښې عمران خان اوويل چې په ملک کښې د مارشل لا وخت تېر شوے دے د ملک بچ کولو يواځينۍ لاره جمهوري رويه ده۔
هغه وويل چې که د خلکو او پوځ تر منځ واټن زيات شي نو دې د ملک او اولس لوی زیان دې.
هغه اوویل چې زه هيڅکله پوځ کمزوری نه غواړم، دا هېواد یو پياوړي پوځ ته اړتيا لري، کمزوری پوځ نه شو زغملی، پوځ زموږ شتمني ده. او U-turn د یو مشر لپاره خورا مهم دی. خان اوویل چې غلطي کیدی شي، تاسو پوهیږئ کله چې تاسو غلطي وکړې نو باید بیا هغه غلطي و نه شی او بیرته وګرځئ.
ده ووئيل د خپل اسټيبلشمنټ او پوځ د بچ كولو اجازت لپاره مثبتې نیوکې باید وشي. هغه اوویل چې هر څوك چې پورته ناست دي بايد پخپله پرېكړه وكړي چې كومه نيوكه مثبت ده او كومه منفي؟
عمران خان اوویل چې په پاکستان کې نیم وخت د دیکتاتورانو او نیم وخت د دغو دو خاندانونو په دې هیواد حکومت کړې دې، هغه اوویل چې ټولو دیکتاتورانو ځانونه جمهوري کړې،ملکي ادارې یې کمزوري کړي او له قانون څخه یې ویره اوچته کړې وه. خان اوویل چې ټول دیکتاتوران مجبور دي چې رسنۍ کنټرول کړي.

د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې مشرف چې کله اقتدار کښې راغلو نو مشهور شو ځکه چې خوشحالي راروانه شوه. خان اوویل چې کله چې د عدليې د ازادۍ په غورځنګ کې ميډيا د مشرف پر ضد روانه شوه نو په میډیا بنديزونه ولګول شول او کله چې دغو دوو کورنيو فساد وکړ نو د عدليه او ميډيا کنټرول کول ددوی مجبوري جوړه شوه او دای کنټرول کړل.

Leave a reply