د سريلانکا تښتېدلی ولسمشر: له اقتصادي کړکېچه د وتلو لپاره مې چې څه وس کې ؤ، ومې کړل
د سريلانکا تښتېدلي ولسمشر مهېندا راجا پاکسا په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له اقتصادي کړکېچه د سريلانکا د ويستو لپاره مې چې څه په وس کې ؤ، ومې کړل.
راجا پاکسا هغه مهال چې له خپل هېواد وتښتېده چې قهرېدلو لاريونوالو د سريلانکا پلازمېنې ته سره راټول شول او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.
پاکسا لومړی مالديو ته په تېښته بريالی شو او له هغه ځايه د سعودي عربستان اړوند يو الوتکه کې سنګاپور هېواد ته يې پناه يوړه.
د سريلانکا اوسېدونکو وروسته له هغې لاریونونو ته مخه کړه چې په ياد هېواد کې قيمتي اوج ته ورسېده خو حکومت یې د کنټرول لپاره هېڅ اراده نه لرله.