د ريکټر ۴.۸ زلزلې نن پلازمېنه کابل ولرزوه

0
99

راپورونه وايي چې نن وروسته له ماسپښينه يوې نسبتاً شديدې زلزلې د کابل ختيځې برخې ولرزولې.

دغه زلزله چې نن ۳ بجې شاوخوا وشوه، لا يې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د ولکانو ډيسکوري زلزلې مرکز د راپور له مخې د دې زلزلې قدرت ۴.۸ ريکټره ؤ.

په دې وروستيو کې د کابل په ګډون د افغانستان په پکتيکا، خوست او ځينو نور سيمو کې زلزلو خلکو ته زيانونه واړول، چې په دې کې د پکتيکا او خوست زلزلې بوګنوونکې وې.

د پکتيکا او خوست زلزلو شاوخوه د ۱۵۰۰ کسانو ژوند واخيست او څه باندې ۲۰۰۰ تنه پکې ټپيان شول.

Leave a reply