نیب د فرح ګوګي مور بشری خان راغوښتې ده

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د احتساب قامي ادارې (نیب) لاهور د پخواني وزیراعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د ملګرې فرح ګوګي مور بشرا خان هم راغوښتنې ده.
د نيب لاهور ترمخه بشرا خان ته د جولائي په شلمه نيټه د اسنادو سره د حاضريدو لارښوونه شوې دې۔
بیان کې ویل شوي چې بشرا خان د فرحت شهزادګۍ په مختلفو کمپنیو او جایدادونو کې شریکه ده او بشرا خان له خپلې لور فرحت شهزادګۍ سره په دې شرکتونو کې پانګونه کړې ده.

د اعلامیې له مخې دغه شرکتونه په تېرو څلورو کلونو کې د فرحت شهزادګۍ له خوا جوړ شوي دي.

ياده دې وي چې دې نه وړاندې نيب د عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي ملګرې فرح ګوګي هم د جولائي په 20مه نيټه طلب کړې وه۔
دا خبره مهمه ده چې فرح ګوګي د عمران خان د څوکۍ څخه لرې کولو پس د پاکستان نه دوبۍ ته تللې ده او داسې راپورونه بیان خپاره شول چې هغه امریکا ته تللې ده.
د پاکستان مسلم لیګ نه مشرانو فرح ګوګي او د عمران خان په میرمن تورونه لګولي دي چې هغوي د یو شمیر فساد په چارو کښې ککړي دي او دوي په کروړونو روپۍ کرپشن کړې دې.

Leave a reply