ننګرهار؛ سیمه ایز روغتون ته یو شمېر عصري طبي وسائل ووېشل شول

ننګرهار؛ سیمه ایز روغتون ته یو شمېر عصري طبي وسائل ووېشل شول
مسئولین وایې یاد طبي وسایل یې ننګرهار سیمه ایز روغتون ته د اړتیا له مخې خریداري کړي چې فعالیدو سره یې روغتیايي خدماتو کې د پام وړ ښه والی رامنځته شو.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار سیمه ایز تخصصی روغتون په یو شمېر څانګو کې عصري طبي وسایل فعال شول.
د ننګرهار سیمه ایز روغتون وايي، په تخصصي روغتون کوچنیانو څانګه کې دوه عدده (incubators )، درې عدده (baby Warmers ) او څلور عدده (Phototherapy machine ) فعال شول.
دغه راز ددې روغتون د تلویزیوني معاینې خونه کې یو عدد د تلویزیوني معاینې ماشین او لابراتوار څانګه کې یو عدد د (CBC) ماشین، او یو عدد (Macro lab) فعال شول.
مسئولین وایې یاد طبي وسایل یې ننګرهار سیمه ایز روغتون ته د اړتیا له مخې خریداري کړي چې فعالیدو سره یې روغتیايي خدماتو کې د پام وړ ښه والی رامنځته شو.





