بایډن له منځنۍ آسیا سره د يو بيليون ډالرو مرسته اعلان کړه

0
164

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر چې دمګړی سعودي عربستان کې په رسمي سفر بوخت دی، تازه په تازه يې له منځنۍ آسيا هېوادونو سره د خوړو د امنيت په موخه د يو بيليون امريکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.

نوموړی دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې نړۍ او په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونه له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي.

د امريکا ولسمشر چې په رسمي سفر د آسيا لويې وچې ته راغلی، لومړۍ ليدنه يې له اسرائيل څخه وکړه.

بایډن په دغه سفر کې له خپل اسرائيلي سيال سره د يو شمېر نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د ايران د اټومي وسلو د مخنيو په موخه ګډ هوکړه ليک هم لاسليک کړ؛ هغه هوکړه ليک چې له مخې به يې امريکا او اسرائيل په ګډه اټومي وسلو ته د ایران د رسېدو مخه نيسي.

د امريکايي رسنيو په حواله رياض ته د بايډن د سفر په ترڅ کې سعودي عربستان اسرائيلي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد له هوايي حريم څخه ګټه پورته کړي.

د راپورونو له مخې جو بايډن د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره په خبرو کې د ځينو مهمو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

دوی دواړو په ګډه ويلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زدکړه ملاتړ کوو.

Leave a reply