چین ویلي چې لۀ افغانانو سره مرستې مو مسؤلیت دی
چین ویلي چې لۀ افغانانو سره مرستې مو مسؤلیت دی
په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره له افغانانو سره د چین بشردوستانه مرستې ډېرې شوې دي چې په وروستیو کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څو جوپي بشردوستانه مرستې کابل ته را ورسېدلې.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین له افغانانو سره بشردوستانه مرستې خپل مسوولیت بولي.
چینایي پيپلز ډېلي ورځپاڼې د چینایي چارواکو له قوله ویلي چې افغانستان دمګړی له سخت بشري ناورین سره مخ دی او ددې تمه ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي.
سرچینه وایي چې چین له افغانستان سره بشردوستانه مرستې خپل مسوولیت بولي او هڅه کوي دلته د بشري ناورین په مخنیوي کې ونډه واخلي.
چینایي چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې وضعیت په دقیقه توګه ارزوي او تمه لري چې وکړی شي تر خپلې وسې له افغانانو سره مرستې وکړي.
په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره له افغانانو سره د چین بشردوستانه مرستې ډېرې شوې دي چې په وروستیو کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څو جوپي بشردوستانه مرستې کابل ته را ورسېدلې.