سعودي عربستان او امریکا افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

سعودي عربستان او امریکا افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده
دوی د نجونو د زده کړو او تحصیل په اړه هم خبرې کړې دي او ټينګار یې کړی چې دوی ته باید د زده کړو او کار زمینه برابره شي او مېرمنې دې له معیاري روغتیایي خدماتو برخمنې وي.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او سعودي عربستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ولیعهد په جده کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره کتلي دي.
د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راځي چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکارۍ پراخې شي.
دوی د نجونو د زده کړو او تحصیل په اړه هم خبرې کړې دي او ټينګار یې کړی چې دوی ته باید د زده کړو او کار زمینه برابره شي او مېرمنې دې له معیاري روغتیایي خدماتو برخمنې وي.
په لیدنه کې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه خبرې شوې دي او دواړو لورو ټينګار کړی چې د افغانستان په اړه به په خپلو کې همکارۍ پراخوي.






