د هندي رسنیو د خبر پۀ اساس ۲۱ تنه نور افغان سیکان هند ته ورسېدل

د هندي رسنیو د خبر پۀ اساس ۲۱ تنه نور افغان سیکان هند ته ورسېدل
د تېرې غبرګولي میاشت پر ۲۸مه د کابل په کارتهپروان سیمه کې د افغان سیکانو پر عبادتځای برید وشو چې د حکومتي چارواکو په وینا د یوه سیک پر وژلو سربېره اووه تنه نور پکې ټپیان شول.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هندي رسنیو خبر ورکړی چې له کابله ۲۱ نور افغان سیکان او هندوان هند ته بېول شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، دا کسان له ویزې او پاسپورټ پرته هند ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د هند حکومت ویلي وو چې په افغانستان کې د پاتې افغان سیکانو او هندوانو لپاره به د بېړنۍ ویزې یو پروګرام جوړوي او د انلاین ویزې له لارې به سل تنه سیکان هند ته لېږدوي.
د تېرې غبرګولي میاشت پر ۲۸مه د کابل په کارتهپروان سیمه کې د افغان سیکانو پر عبادتځای برید وشو چې د حکومتي چارواکو په وینا د یوه سیک پر وژلو سربېره اووه تنه نور پکې ټپیان شول.
د هغه برید داعش وسلهوالې ډلې ومانه.
افغانستان کې سیکان او هندوان څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي. د ۲۰۲۰ د مارچ پر ۲۵مه هم په کابل کې د یوه برید له امله شاوخوا ۲۷ سیکان ووژل شول.




