د پاکستان مسلم لیګ ن مشرې عمران خان او فرح ګوګي لپاره ډالۍ اخستي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) غړې او د پنجاب اسمبلۍ غړې حنا پروېز بټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان او د لومړۍ مېرمنې بشرا بي بي د ملګرې فرح ګوګي لپاره د تحفې اخيستلو لپاره د تحفې پلورنځي ته ورغلې وه.
حنا پروېز بټ په مایکرو بلاګنګ وېبپاڼه ټوېټر یوه ویډیو شریکه کړې چې پکې یې د سوشل میډیا له کاروونکو څخه د ډالیو په ټاکلو کې مرسته غوښتې او پوښتنه یې کړې چې عمران خان ته باید څه ډالۍ واخلي.
هغې په ویډیو کې ویلي چې د جولای پر ۱۷ عمران خان د یوه روندو ماشوم په څېر ډېر وژاړي، د ډالۍ پلورنځي ته راغلم او فکر مې وکړ چې د یوه خوشحاله ماشوم ډالۍ ورله واخلم.
حنا پروېز وايي، د فرح ګوګي لپاره مې د باربي ګولۍ ډالۍ اخیستې، ځکه چې هغه کوچنۍ نجلۍ ده، عمران خان ته لارښوونه وکړه، چې د جولای په ۱۷مه د روندو ماشوم ته څه ډالۍ ورکړم؟
ياده دې وي چې د پنجاب په 20 حلقو ضمني انتخاباتو لپاره به سبا د جولائي په 17مه نېټه انتخابات کېږي چې پکې د پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ (ن) ترمېنځه د سختې مقابلې توقع ده.
مجھے Suggest کریں، چھوٹے روندو بچے عمران خان کے لیے کیا گفٹ لوں؟
چھوٹی بچی فرح گوگی کے لئے تو میں نے Barbie Doll لے لی ہے۔ pic.twitter.com/zZ1SAobH6G
— Hina Parvez Butt (@hinaparvezbutt) July 14, 2022