حیات آباد میډیکل کمپلیکس کښې د کروړونو روپیو فساد شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور حيات آباد ميډيکل کمپلکس کښي د کروړونو روپو مالي بے ضابطګۍ او فساد کولو څرګندونه شوي ده۔
د صحت محکمي ته جمع کړي شوي آډيټر جنرل رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د آئي سي يو الاؤنس په شکل کښي د يو کروړه نه زيات غير مجاز ادائګي شوي دي ولي د هيلتھ پروفيشنل الاؤنس او څه اهلکارو ته آئي سي يو الاؤنس ورکړے شوے دے۔
رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د صحت سهولت کارډ پيسي د هسپتال اکاونټ کښي نه دي ساتلي شوي، د زياتو فنډونو ترلاسه کولو لپاره 24.55 ميليونه روپۍ حکومت نه پټ کړي شوي دي۔
د دې نه علاوه د دوايانو او مشينري په پېداوار کښې د 3 کروړه نه زيات نقصان اوښتي، د هسپتال انتظاميې د خپلې خوښې سپلايرانو نه دوايانې اخيستې، يو آئي سي يو وينټيلېټر د 25 لاکه نه په 29 لاکه روپو اخستلے شو، د انستيزيا الاؤنس په مد کښې. 50 لاکه روپو څخه ډیر تادیه شوي.
د آډيټر جنرل رپورټ ترمخه د هسپتال په ودانئ کښي د ميشتو خلقو نه د بجلۍ لپاره پيسي نه دي ترلاسه شوي چي له وجي هسپتال ته د بجلئ په مد کښي د 30 کروړه روپو نه زيات نقصان رسيدلي دې.
د حیات آباد میډیکل کمپلیکس ډایرکټر په دې اړه وضاحت کړې دې.
بل خوا د حيات آباد ميډيکل کمپلکس ميډيکل ډائريکټر ډاکټر شهزاد اکبر خان جيو نيوز سره خبرو کښې اوويل چې آډټ په اړه کښې پورته شوي اعتراضونو ته به ځواب ورکوي۔
هغه وويل چې په ودانيزو چارو کې هيڅ ډول بې نظمي نه ده شوې، زموږ ټول حسابونه په ماليې رياست کې ثبت دي، د روغتون بورډ واک لري، نو د ICU کارکوونکو ته يې د پيسو د ورکړې منظوري ورکړه.
شهزاد اکبر خان وویل چې د روغتیا اسانتیا کارت پیسې د روغتون په نورو حسابونو کې نشي ساتل کیدی.





