د بغلان –سمنګان پر لویه لار د ټرافیکي پېښې لۀ امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
186

د بغلان –سمنګان پر لویه لار د ټرافیکي پېښې لۀ امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

دغه راز د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وويل چې له يادې پېښې ١١ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي. دى وايي چې يوه ټپي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

 

(2022 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بغلان – سمنګان پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي وویل چې تېره شپه ناوخته د پلخمري – سمنګان پر لویه لار يو ٥٨٠ مسافر وړونکي موټر له يوه ټېلري موټر سره ټکر کړى دى. هغه وايي چې په دې پېښه کې اته کسان مړه او لس نور تپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وويل چې له يادې پېښې ١١ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي. دى وايي چې يوه ټپي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ملنګ په وينا، په ټپيانو يوه ښځه او پاتې نور سړي دي چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

Leave a reply