کاناډا د څلوښت زره افغان کډوالو لۀ جملې یې یوازې ۱۸ زره مني 

0
214

کاناډا د څلوښت زره افغان کډوالو لۀ جملې یې یوازې ۱۸ زره مني 

د راپور له مخې، د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، تر اوسه یي د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.

 

(2022 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کاناډا د کډوالو چارو وزرات وایي، د ۴۰ زره افغان پناه ‌غوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.

د راپورنو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو څو اونۍ وړاندې ویلي و، چې ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي.

د دې پروګرام له لارې په تېرو نږدې یوولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغانان کاناډا ته تللي دي.

د راپور له مخې، د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، تر اوسه یي د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.

که څه هم د کډوالو د دې ځانګړې پروګرام انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

Leave a reply