۱۷ جولایی ،پنجاب کښې ضمني ټاکنې، وزیرداخله عمران خان ته خبردارۍ ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله د تحريک انصاف چيئرمېن ته خبردارے ورکړے دے چې عمران خان او د هغه کارکوونکې دې د پنجاب ضمني انتخاباتو کښې د فساد له منصوبې څخه ډډه وکړي.
رانا ثناء الله په خپلو خبرو کې ویلي، چې عمران خان د پنجاب ټاکنې بایللې، نو اوس له ولس سره د جګړې لپاره تیاری نیسي.
وفاقي وزير ووئيل چې داسې خبرونه ترلاسه شوي چې د پي ټي آئي د 500 نه زيات غداران پنجاب ته راوړل شوي دي، د پي ټي آئي كسان ضمني ټاكنو كښې د ګډوډۍ په نيت پنجاب ته راوړل شوي دي، د حلقې نه بهر د پولنګ اېجنټانو لګولو غوښتنه كړې ده کوم چې ۔ هم ددې سازش یوه برخه وه.
ده ووئيل چې پي ټي آئي د خېبرپښتونخوا وروڼو د پنجاب وروڼو سره د جنګ كولو منصوبه جوړه كړې ده، پروېز خټك، اسد قيصر، علي محمد خان او مراد سعيد دغو فساديانو ته پناه وركړې ده او ملاتړ ی کوي.
رانا ثناءالله خبرداری ورکړی چې عمران خان او د هغه ټایګرز،کارکوونکې دې د قانون په چوکاټ کې پاتې شي، که دوی د ټاکنو په تړاو څه وکړل، قانون به په حرکت کښې راشي او ددې ټولو به بیا عمران نیازی ذمه وار وي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې څلور کاله په واک کې به هغه چا ته اجازه ورنکړي چې د خلکو لوټماري د ۲۰ حلقو د خلکو مینډیټ غلا کړي، دوی به د جولای په ۱۷ مه د شفافو او پرامنه ټاکنو ډاډ ورکوي.
ده ووئيل چې د عمران د سياست جنازه وتلې ده، د جولائي په 17مه نېټه به خلق په 20 حلقو كښې د ووټ اچولو له لارې د جنازې مراسم ترسره کړي.






