د پاکستان او امریکا اړیکې باید یو ځل بیا ښې شي: د پاکستان اولس مشر

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د امريکې او پاکستان ترمېنځه اړيکي خړپړ شوي دي نو پکار ده چې د دواړو ملکونو تعلقات يو ځل بيا ښه شي۔
ولسمشر عارف علوي دا خبره په نیوجرسي کې د پاکستان او امریکایی ډاکټرانو ایسوسی ایشن غونډې ته په وېډیویي لنګ وینا کې وکړه.
په دې موقع کله چې جيو نيوز ترې وپوښتل چې عمران خان د امريکې د سازش داستان تکراروي نو په داسې حال کې هغه د امريکا سره د تعلقاتو د ښه کولو خبره په خپل شخصي صلاحيت او يا د پاکستان د صدر په توګه کوي؟ نو په دې صدر پاکستان عارف علوی په دې پوښتنه بغیر ځواب پاتې شو.
د یادونې ده چې کله نه چې عمران خان د وزیراعظم څوکۍ څخه د عدم اعتماد تحریک په رای لرې کړې شول نو د هغې ورځې څخه عمران خان او ددوی د پی ټي آیی د ګوند مشرانو تورونه لګول پیل کړل چې د پي ټي آیی حکومت ړنګول کښې سازش شوې دې په او په دې کښې د امریکا حکومت یو نماینده هم زمونږ د حکومت په ضد کار وکړو چې دا باید لرې کړې شي.
په هغه ورځو کښې د امریکا حکومت د پی تي آیی دا تور رد کړې وو چې دوی د عمران خان حکومت لرې کولو کښې ککړ دي.






