د پنجاب ټاکنې به پریکړه وکړي چې حمزه به وزیراعلی پاتې شي که نه: عمرا ن خان

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان تیره ورځ د پنجاب په شلو حلقو د ضمنی انتخاباتو په اړه بیان جاری کړی دی.
د پنجاب په 20 حلقو ضمني انتخابات سبا او اتوار کیږي، دا انتخابات به فیصله کوي چې ایا حمزه شهباز به د پنجاب د وزیر اعلی په څوکۍ پاتې کیږي یا هغه به پریږدي.
د پنجاب ضمني انتخاباتو کې پي ډي ایم او پیپلز پارټۍ د مسلم لیګ نون ملاتړ کوي او مسلم لیګ (ق) د تحریک انصاف ملاتړ اعلان کړی دی.
ضمني انتخاباتو کښې د مسلم ليګ نون او پاکستان تحريک انصاف اميدوارانو ترمينځه د سختې مقابلې امکان دے او د انتخاباتو کميشن ټول انتظامات کړي دي۔
اوس د انتخابي کمپاين ختميدو وروستو د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په سوشل ميډيا د ضمني انتخاباتو په اړه بيان جاري کړے دے۔
عمران خان په خپل ټويټ کې ليکلي چې ضمني انتخاباتو کې به د مسلم ليګ (ن)، رياستي مشينري، متعصب اليکشن کميشن، ښاغلي ایکس او ښاغلي وایی سره مبارزه وی.
د تحريک انصاف چيئرمېن په سوشل ميډيا زياته کړې چې زما ټيم باید دا شیان په نظر کښې وساتي.
This is a message to my team when they contest the Punjab bye elections on Sunday against PMLN, the state machinery, the biased Election Commission plus Mr X and Mr Y. #بلا_چلاؤ_ملک_بچاؤ pic.twitter.com/hSnapGAKvI
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) July 16, 2022






