د پاکستان د ټاکنو کمیشن مشر د عمران خان تورونه رد کړي دي

0
106

باغي ټي وي رپورټ
د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا سره نزدې یوې سرچینې دی نیوز ته ویلي چې چیف الیکشن کمشنر په خپل ژوند کې هیڅ کله د پنجاب اعلی وزیر حمزه شهباز یا د مسلم لیګ ن نائب صدر مریم نواز سره نه دي لیدلي.

سرچينه زياتوي، چې عمران خان د خپل لومړي وزير پر مهال د بېلابېلو پټو غونډو لپاره پيغامونه استولي، خو چيف اليکشن کميشنر پيغام راوړو کسانو ته ويلي، چې ملاقات نه شي کولی.

سرچينې وائي چې چيف اليکشن کميشنر د هغه وخت وزيراعظم عمران خان ته يو جوابي پيغام ليږلو په مهال وئيلي وؤ چې د چيف اليکشن کميشنر په توگه دهغه دفتر دټولو سياستمدارانو اؤ هر سياسي گوند لپاره خلاص دى خو دهغه لپاره دوزيراعظم پشمول دکوم فرد لپاره په پټه توګه ملاقات ممکن نه دي.
د وتلي خبریال او لیکونکي انصار عباسي د راپور مطابق دې سرچينې زياته کړې، چې اوسنى چيف اليکشن کميشنر داسې څوک نه دى، چې د سياسي ګوند تر فشار لاندې راشي او يا د ده پر ضد د دروغو او جعلي بيانونو په اړه دفاعي تګلاره خپله کړي.
د راپور مطابق پخواني وزيراعظم او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په چيف اليکشن کميشن تور لګولې دې چې حمزه شهباز او مريم نواز سره په لاهور کې څو څو ځله پټې ملاقاتونه کړي دي. سرچینې په کلکه وویل چې سکندر سلطان په خپل ژوند کې هیڅکله له حمزه او مریم سره نه دي لیدلي. ویل کیږي چې سکندر سلطان کله کله لاهور ته ورځي خو دا ځکه چې د هغه کورنۍ دلته اوسیږي نو دی ورسره وخت تیروي.
سرچينې د افسوس څرګندونه وکړه چې په قصدي توګه د چيف اليکشن کميشنر په ضد دروغ ويل کيږي چې هغه د متنازع شخصيت په توګه را څرګند کړي. سرچينې وايي دغه کمپاين يې ځکه پيل کړى دى چې اليکشن کميشن د پي ټي ائي د بهرنۍ فنډنګ په مقدمه کې خپله فيصله محفوظه ساتلې ده ،سرچینې زیاته کړې چې کميشن به دغه ډول فشار لاندې نۀ راځي.

سرچينې ډاډ ورکړ، چې سکندر سلطان هوډ لري، چې د صفا او شفافه او عادلانه ټاکنو په ترسره کولو سره به له وېرې او ګواښ پرته د خپل اساسي قانون رول لوبوي او د هيچا پر وړاندې به له کوم نرم دريځ پرته کار کوي.

Leave a reply