ایران ویلي چې پۀ هند سمندرګي کې یې نظامي تمرینات کړي دي 

0
164

ایران ویلي چې پۀ هند سمندرګي کې یې نظامي تمرینات کړي دي 

ایران د بې‌پيلوټه الوتکو د نظامي تمریناتو خبر داسې مهال ورکوي چې د امریکا ولسمشر «جو بایډن» د جمعې پر ورځ د چنګاښ ۲۴مه سعودي عربستان ته تللی دی چې د ایران پر خلاف د عربي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

 

(2022 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایراني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد بحري ځواکونو د هند په سمندر کې د بې‌پیلوټه الوتکو نظامي تمرینات کړي.

د ایراني رسنیو د چارواکو له قوله لیکلي چې دا نظامي تمرینات د ایران د بحري ځواکونو له‌خوا د هند په سمندر کې شوي دي.

ایران د بې‌پيلوټه الوتکو د نظامي تمریناتو خبر داسې مهال ورکوي چې د امریکا ولسمشر «جو بایډن» د جمعې پر ورځ د چنګاښ ۲۴مه سعودي عربستان ته تللی دی چې د ایران پر خلاف د عربي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

که څه هم تر اوسه په دغو نظامي تمریناتو کې د وسایلو شمېر کره شوی نه دی، خو د رسنیو د معلوماتو له مخې چې په یوه بېړۍ کې تر ۵۰ زیاتې بې‌پیلوټه الوتکې بار وې.

بل لور ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جیک سلیوان» ویلي، واشنګټن باور لري چې ایران به روسیې ته سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې ترې ګټه واخلي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین عبدالهایان» د امریکا دا ډول څرګندونې بې‌اساسه بللې دي.

د هغه په وینا، ټول هغه تورونه بې‌اساسه دي چې د اوکراین په جګړه کې د ایران له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخیستل کېږي.

Leave a reply