د بريټانیا لوی درستیز ویلي چې افغانستان کې دې د بریټانیوي عسکرو جنګي جنایتونه نۀ څېړل کېږي
د بريټانیا لوی درستیز ویلي چې افغانستان کې دې د بریټانیوي عسکرو جنګي جنایتونه نۀ څېړل کېږي
ورته مهال د بریټانیا پارلمان کې د بېلا بېلو ګوندونو استازو یوه اعلامیه لاسلیک کړې چې د حکومت له لوري یې په دې لړ کې د یوې خپلواکې او باصلاحیته پلټنې غوښتنه کړې. د اعلامیې په ټکو، مناسبې سرچینې باید پيدا شي تر څو ټولو اړوند ثبوتونو ته لاسرسی ولري او موندنې له ولس سره شریکې شي.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بریټانیا د وسله والو ځواکونو مشر وايي، په افغانستان کې به د بریټانوي هوايي ځواک د چلن په هکله نوې پلټنه و نه شي.
د راپورونو له مخې برېټانوي پوځیانو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ ۵۴ ملکي افغانان په هلمند ولایت کې وژلي دي. ټوني راداکین وايي، دوو خپلواکو نظامي پلټنو ته معلومه شوې چې داسې څه نه دي شوي.
د بریټانیا دفاع وزارت بیا وايي، دوی د مشخص تور په هکله څه نه وايي، خو په دې برخه کې له خبرو انکار یې باید د تورونو منلو په مانا وانخیستل شي. بل لور ته د بریټانیا د دفاع وزیر جیمز هیپې د بریټانیا پارلمان کې دفاعي کمېټې ته ویلي که نوي ثبوتونه پیدا شي، دوی به حتمآ په دې اړه پلټنه وکړي.