سندهه کښې ګډوډي جوړولو کښې د پي ټي آی والا په اول نمبر دي: شرجیل میمن

باغي تي وي رپورټ
د سندهه صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن تور لګولی چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د هغو کسانو په سر کې ده چې د حیدر اباد په پېښه کې یې د اور اچولو هڅه کړې وه.
کراچۍ کې د صوبايي وزيرانو سره د يوې خبري غونډې په مهال شرجيل ميمن وويل چې په حيدراباد کې رامنځته شوې پېښه يوه لانجه ده، دې ته بايد لساني رنګ ورنکړل شي، بلکې ځينې شرپسند په هېواد کې ګډوډي غواړي.
ده ووئيل چې د هر چا سره خبرې كوي، شاهي سيد او د اياز لطيف پليجو پشمول نورو مشرانو سره هم خبرې شوې دي، مشرانو دې پېښې ته د لساني رنګ نه وركولو په موضوع زور راوړو۔
شرجیل میمن وویل چې ایف آی اې به د هر هغه چا خلاف کاروايي کوي چې په سوشل میډیا د نفرت ډک بیانونه کوي.
نوموړي تور ولګاوه چې پاکستان تحریک انصاف په هغو کسانو کې تر ټولو مخکښ دی چې د حیدراباد په پېښه کې یې د اور اچولو هڅه کړې او په فساد کې د پي ټي آی د کارکنانو عکسونه او ویډیوګانې هم شته.
د اطلاعاتو وزير ميډيا ته د پي ټي آئي کسانو تصويرونه وړاندې کړل۔
ده زياته کړه چې په بدامنۍ کې ککړو کسانو په ضد بې توپيره کارروائي روانه ده، د بلال کاکا په وژنه کې ککړ دوه شکمن کسان نيول شوي دي او د فساد په تور د ملتپالو ګوندونو ٢٨ غړي هم نيول شوي دي.
سعید غني وویل، ولایت یو ځل بیا ژبني فساد ته لمن نه وهي، دا د ټولو مسوولیت دی چې هغه خلق او ګروپونه وپېژني چې له هېواد سره دښمني لري.
صوبايي وزيرانو په پښتو او سندهي ژبه کښې هم له خلکو وغوښتل چې دوې دې په ارام او امن اووسي.
ياده دي وي چي دجولائي په 12مه نيټه حيدراباد باي پاس سره نزدې هوټل کښي د بل د نه ادا کولو په تور د کارکونکي او ځوان بلال کاکا ترمينځ شخړه شوي وه چي پکښي ځوان بلال مړ او دري کسان ژوبل شوي وو۔له هغې وروسته د دغه صوبې په يو شمېر ښارونو کې د ورانکارو له خوا د ورانکارۍ او تاوتريخوالي پېښې رامنځته شوې.





