د ملکي ادارو په ضد بیان، ایف آیی اې سندرغاړي ته نوټس جاري کړې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) سایبر کرائم سیل سندرغاړي سلمان احمد ته نوټس جاري کړی دی.

دسرچينو ترمخه سلمان احمد ته د پي ټي ائي لپاره د خپل سرود غږولو نوټس ورکړل شوى ؤ او په سوشل ميډيا يې د ادارو په ضد پوسټونه هم کړي وو.

سندرغاړي سلمان احمد د ايف آئي اے سائبر کرائم لخوا د نوټس ليږلو تصديق کړے دے۔هغه وویل چې زما د خاموشولو هڅې کیږي او کورنۍ ته یې د مرګ ګواښونه کیږي.

سلمان احمد وويل دا ټول د رانا ثناء الله په امر کيږي، هر څه چې کيږي زه به دحقيقت ملاتړ کولو نه ډارېږم.

Leave a reply