د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان زیارت کښې عملیات کړي

0
203

باغی ټي وي رپورټ
امنيتي ځواکونو د بلوچستان په يو سياحتي ځاي زيارت کښې د شکمنو کسانو او ترهګرو په ضد عملياتو کې د کالعدم بلوچ لبريشن ارمي (بي ايل اې) پنځه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) په وینا، په زیارت کې د ریکوری عملیاتو په ترڅ کې، امنیتی ځواکونو خوست ته څېرمه د خلیفه په غرونو کې د ترهګرو یو پټنځای کشف او له منځه وړی دی.
آئي ايس پي آر وئيلي دي د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې حوالدار خان محمد شهيد شو او د سکيورټي فورسز په جوابي کارروائي کښې د کالعدم بلوچ لبريشن آرمي سره تعلق لرونکي 5 ترهګر وژل شوي دي۔

د آئي ايس پي آر له مخې په سيمه کښې د ترهګرو د ختمولو او د تښتول شوي عمر جاويد د راخوشي کولو لپاره عمليات روان دي۔
دا خبره مهمه ده چې پرون د بلوچستان په زیارت سیمه کښې ترهګرو د پاکستان یو لوړپوړې افسر د تښتولو پس شهید کړې دې او یو اهلکار وس هم د ترهګرو په قبضه کښې دې چې د برامد کولو لپاره ی امنیتي ځواکونو عملیات کوي .

Leave a reply