فیصل آباد کښې د پی ټي آیی غونډه د ګډوډۍ ښکار شوې ده

0
185

باغی ټي وي رپورټ
فیصل آباد کښې د تحریک انصاف غونډه د بد انتظامۍ او ګډوډۍ شاهده ده.

د ناقص انتظاماتو له وجې زنانه کارکنان په ګڼه ګوڼه کښې ګیرې شوې وې چې له امله ی پولیس او د پی ټي آئي ټایګرز د کارکنانو د مخنیوي لپاره په ډانګونو وهل وکړل.
د ښځو د دروازې د تړلو له امله يو شمېر ښځينه کارکوونکې د نارينه وو پنډال ته تللې وې، چې په ترڅ کې يې ګډوډي او په ډانګونو وهل وشول.
دا خبره ده یادونې ده چې په ملکي ادارو او د ټاکنو په کمیشن د تورونو لګولو څخه پس دعمران خان په ضد د قانوني کاروایی پریکړه شوې ده. د پیمرا څخه د عمران خان د غونډو تقریرونه غوښتل شوي دي ، ددې ویناګانو د پلټنو څخه پس به د عمران خان په ضد قانوني کاروایی کولې شي.

Leave a reply